انصار: ( د سلواغی ۱۸ مه)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې سیف د چیلډرن په ګډون پنځو نړیوالو نا دولتي سازمانونو خبرداری ورکړی چې په هېواد کې د واورې نشتوالی د خرابې هوا او وچکالۍ هغه ناوړه نښې دي چې په دېرشو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
سیف د چیلډرن د یوې خبر پاڼې له مخې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۵مې نېټې پورې، افغانستان د تېرو کلونو په پرتله یوازې له ۴۵څخه تر ۶۰ فیصده اورښت درلود.
سرچینه زیاتوي چې دغه ناوړه شرایط تر ټولو زیات ماشومان او زیان منونکې کورنۍ چې په کرنه اتکا کوي ، زیانمنوي او زیاتوي چې د ۳۴ ولایتونو په ګډون شاوخوا ۲۵ ولایتونه د وچکالۍ له سختو او ناوړه شرایطو سره مخ دي.
په خبر پاڼه کې راغلي چې د نړیوالو اټکلونو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې به ۷.۸ میلیونه ماشومان له کافي خوړو څخه بې برخې وي او زیاتوي چې څلور ملیونه امیندواره یا شیدې ورکونکي میرمنې او د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان اوس مهال په شدیده خوارځواکۍ اخته دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر مرستندویه بنسټونو د بودجې د کمښت له کبله له افغانانو سره خپلې مرستې ځنډولې وې.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30029